...

امیر حمزہ شینواری

دا زه يم چې حاصل راته عرفان دی د تعمير

فطرت څخه نور څه دي، خو سامان دی د تعمير

زغجمن اوسه، تخريب که د الفت وي په ظاهر

غافل چې نه شې راز پکې پنهان دی د تعمير

اې کلکې ارادې جهان باني ده عبارت

مېږی هم په دې لار کې سلېمان دی د تعمير

ای عشقه همه ګرانې دې اساني کړې زما

اسان دی راته هغه کړو چې ګران دی د تعمير

بنياد د محبت مې چې تر څو وي سلامت

ژوندی تر هغه وخته مې ارمان دی د تعمير

پېرې د لېونتوب دي چې راځي په سړيتوب

روغ نه شو، تل مې څيرې ګرېبان دی د تعمير

سېلاب د بېلتانه که نړول کړي په دا څه؟ 

همت مې مېړنی، عښتلی ځوان دی د تعمير

ټول ستا د یو نظر او التفات دی برکت

تر اوسه زما عزم چې افغان دی د تعمير

حمزه که څو لرمه زه دماغ د پښتانه

باک نشته دی چې زړه مې مسلمان دی د تعمير