...

امیر حمزہ شینواری

څنګه شوې اشنا د نا اشنا په څېر

نن خو را ته ښکارې د بل چا په څېر

خود راته عقبی شوه د دنیا په څېر

رنګ مې چې دنيا کړه د عقبی په څېر

ګډ مې اسوېلۍ وې د خندا سره

رنګ مې د اخفا وې د افشا په څېر

نورې ډيوې اې د سبا لوزه ته

ستا دغه وينا ده د وينا په څېر

وايي چې ريباره چې يار هيڅ نه وې

څه ښکلي دروغ وو د رښتیا په څېر

اوس نوې صحرا شته، نه بازار نوی

نشته تماشا، د تماشا په څېر

ورک مې شو وحشت که غولۍ نشته دی

بیا راته خپل کور و د صحرا په څېر

عشقه د هر چا نه دې ممتاز کړمه

ښکارم چې هر چا ته، د هر چا په څېر

شېخه چې رندانو ته قهرېږې ته

خولې ته دې ځک راشي د صهبا په څېر

هر کله ريباره د لېمو دې جار

نن خورا ته ښکاري د حمزه په څېر