

اشرف خان هجري
نن سحر چې مشرف په نوبهار شوم
له هوسه د هر هګل تر ونه ځار شوم
وله وار مې دورکه د ګل تر ونه
تر قدم مې نږده لاندې ګنهګار شوم
مالي بس په قهر پاڅېده له جوشه
زه په خپل عمل د سهوه شرمسار شوم
نائیره د وغا هسکه نګهبان کړه
معاتب د نیکو بدو په دا چار شوم
عنادل یې په غوغا راغله په بیړه
مخاطب د کیفیت په استفسار شوم
سرګذشت مې یک په یک ورته بیان کړه
مفصل د سوګندونو په اظهار شوم
د لالا طاقی مې یاده په قسم کړه
بیا د پسه د سل ژبې په دستار شوم
په خرګه مې د سرو لاسونه کېښودل
بیا له سوه په سونکه د چنار شوم
یو په یو مې د چمن ګلونه شمار کړه
له هغو د عروسانو په نګار شوم
د فاختې ژغ مې وڅار په دا روش که
سوګندي د درې زرکه په رفتار شوم
مکرر مې جلوه یاده د ټیکې کړه
هم ګویا په شرافت د چندڼ هار شوم
د ښادۍ دار به مې یاده په قسم کړه
پیاپی په ډډه غاړه د اختیار شوم
د تصدیق ګوتې همه وو په دیده کړې
قسمي یې د مرغانو به چیغار شوم
په مزید یې د بقا هسې ګویا شول
چې حیران یې د څير ډمې په وقار شوم
دا احوال چې مې په سترګو مشاهد کړه
زه هم زر د شرفا په تذکار شوم
لایق مخ د سوګند بل نه وه په زمکه
چې په جونو سوګندي د کړمار شوم
په دا نام مې ذکر ختم د سوګند که
مشرح له حقیقته په ګفتار شوم
وې مې ګل لکه لیلا زه یې مجنون یم
پلیده یې له شعوره قیس وار شوم
شاخ د ګل په سهوه مات زما له دسته
تر ابده زه خجل په دا کردار شوم
بلبلانو په تقریر زما نیوش کړه
موقر ورته علن د عشق په کار شوم
په څو رنګه یې توبیخ د مالي وکه
له شدته خلاص په سیله د هزار شوم
نور مې سیل د ګلذار که بې زحمته
عنادل همه لښکر زه یې سردار شوم
هر بلبل د عشق سبق اخیست په مینه
په بیان د محبت هسې اوڅار شوم
ناګهانه د خزان لښکرې راغلې
له اثره یې نری لکه یو تار شوم
لا ګرمي د مجلس نشوه تر کماله
په رحلت د ګلو سل جانه فګار شوم
د دنیا ښادي له غمه سره جوړه
ما نظر په ګل کاوه زخمي په خار شوم
چې پرون مې د یار وصل ته هوس کړه
نن یې ځکه د فرقت سره کنار شوم
سر انجام د ټول مجلس سپهر ځکه
چې سپند غوندې جدا ځنې په نار شوم
عنادلو مخ په غره ونیو له تاوه
زه هجري په ژړا سر د هند په لار شوم