

امیر حمزہ شینواری
زه شوم آيينه چې ګورم ستا په لور
خير که اوس نظر نه کړې زما په لور
ته رټل شړل کړه زه وفا کوم
سترګې خو د سپي وي د آقا په لور
شو چې سپوږمۍ مخيه مې نظر په تا
نه کړمه نظر د توتيا په لور
ګوره مې همت چې ستا طلب کوم
پورته مې قدم د کبريا په لور
سترګو ته زما تورې تېرې ووې
تور به مو سپين سپين شي د سبا په لور
پرانيزه لبان چې زه رنځور يمه
بيا څه اشاره کړې د دوا په لور
لور دې د هجران کړې دوه ټوټې زما
ګوري ما له رشکه نن زما په لور
زه حمزه د زړه له کوره تلی یم
یم لکه چې غږ وي د صحرا په لور