...

امیر حمزہ شینواری

ما ته زاهد که کړي دنیا پېغور

هغه ته کړم به زه عقبی پېغور

ميده کول کړي خو ښکارو دې نه وي

فلکه واوره د اسيا پېغور

مینه هيڅ وي د دنيا پېغور

بس خو یو بد وي د اشنا پېغور

پلونه مې ښکاري په ورشو کې د يار

وي به بې ځایه د صحرا پېغور

اوس چې مشغول د زړه د داغ سره يم

مه کوه سترګې د سبا پېغور

تا د اخفا دومره تاکيد به نه که

راکوې اوس چې د افشا پېغور

ښکاري چې روغ شو د کاکل لېوني

چې يې محسوس کړو د سودا پېغور

يم خو پښتون خو د اشنا مې وي نو

پورته به نه کړم د بل چا پېغور

تش دې خپل جام پکې حبابه کړه ته

خير که وي تاته د د ريا پېغور

واعظه ستا خو نصيحت وي منم

ما ته دې جوړه شي وينا پېغور

نن مې دې سترګو ته اوچت وکتل

په ټيټو سترګو وکړه دا پېغور

حمزه له خولې مې د رقيب واوره

وي به په واړو کې زېبا پېغور