...

امیر حمزہ شینواری

تګ دی، پر له پسې تګ دی کار د عمر

په هيڅ حال نه دی ممکن قرار د عمر

په علاج سره خمار د ميو لاړ شي

لرې نه کړو هيڅ علاج خمار د عمر

هره لاره کې خويند تړلی کېږي

بندولی هيڅوک نه شي لار د عمر

وخت او عمر لکه دوه غبرګوني وروڼه

تګ د وخت ور سره سم رفتار د عمر

څو چې زه يم عمر هم بويه په چې شته دی

چې زه نه يم وهم و خيال کردار د عمر

وفادار کله يو نيم خو پيدا کېږي

خو وفا چا سره نه کړي يار د عمر

څوک صوفي او فلسفې که ما خبر کړي

زه پرې بار يم که په ما دی بار د عمر

ما دامونه ورته ايښي وو چې ګېر شي

په اخر کې ګوره زه شوم ښکار د عمر

دي زما يو څو نفسه نور څه نه دي

ورته وايي چې دا خلق تار د عمر

کوم سړي سره چې ډار د خپل ايمان وي

هيڅ اثر پرې باندې نه کړي ډار د عمر

په همت کې برابر وي د زنانو

چې به کم ښيي هر چا ته شمار د عمر

په دا څه چې د غفلت نشه پکې وي

که څواني ده سراسر بهار د عمر

نشته داسې وږی نشته چې موړ نه شي

خو موړ نه شو هيچرې بهار د عمر