

امیر حمزہ شینواری
خوب د مينې کړې، بيدار شو زما عمر
بس خو واړه انتظار شو زما عمر
که د مينې د پښو خار شو زما عمر
د ښايست د غاړې هار شو زما عمر
په معنی کې مین شوی په ماشوم يم
خدایه څنګه بې قرار شو زما عمر
چې ديدن يې اوس د مياشتې نه په کال کړ
ډېر يې عمر شه، بسيار شو زما عمر
غم د زلفو ګرېبان د لېوني کړ
د خپل لاس نه تار په تار شو زما عمر
ښايسته شو لکه زلفې د مهرو يو
په ږمنځ د انتشار شو زما عمر
عاشقۍ مې د فطرت تارونه سُر کړل
سندريز او نغمه یار شو زما عمر
چې کافر د تورو زلفو مې اشنا کړ
ځکه ما لره نذار شو زما عمر
چې د عشق په نقطه نه و بې قرار و
بر قرار شو چې پر کار شو زما عمر
چې مې ګام پورته کاوه په لار د وصل
خود فراق لره پيزار شو زما عمر
اوس له ځانه په وعدو د يار بېزار شي
حمزه ښکاري چې هوښيار شو زما عمر