

امیر حمزہ شینواری
ډوب چې شو د ميو په کاسو کې زما فکر
اوس دې اشنا ښکاري په لېمو کې زما فکر
بېرته راستنه چرته چپه د ماضي نه کړې
ورک چې دی په تېرو ورځو شپو کې زما فکر
را يې وړو خبر لکه نسيم له کومه ګله
دی چې په لوېدو په هسکېدو کې زما فکر
پوهه شوم په دې د محبت په انتها کې
دا خو هغه ورک وو په پښتو کې زما فکر
خدای زده نور به څومره چېستانونه د ژوند حل کا
ګېر چې دی په زلفو زولنو کې زما فکر
زه دې ګرانه عشقه څه دا هسې مجرد کړم
دی جدا له ذهنه په کتو کې زما فکر
پوه د عشق په راز شوم له صحرا کور ته واپس شوم
وموندو سبق په بړبوکو کې زما فکر
پوه خو شوم پرې ښه، که حمزه لېونی نه شوم
ځوان شو په صحبت د لېونو کې زما فکر