...

امیر حمزہ شینواری

ستا د نظر د تجلی سره چې تللی نظر

تر اوسه سترګو ته زما نه دی راغلی نظر

زما زمری نظر که تاته اوچت هم نه ګوري

ستا د هوسۍ غوندې وي بیا هم ترهېدلی نظر

لا سرمايه د ارمانونو يې سوا شوه اشنا

ستا په ورشو کې چې ولجه و شو کېدلی نظر

دا غيريت خو پخوا نه و خدای دې خير وکړي

څرنګه نن د هغه شوخ دی بوږنېدلی نظر

حمزه په مينه کې تاثير هم اپوټه غوندې شي

چې مې داوښکو په اوبو دی سوځېدلی نظر