

امیر حمزہ شینواری
ستا له هوسۍ سترګو که زما دی ترهېدلی نظر
دا خو راته وایه چې ستا ولې بوږنېدلی نظر
ستا چې راته بې سببه نن دی پارېدلی نظر
سم په ځای د زړه سره زما دی درېدلی نظر
خود به د ککو دا سپېلنی قربانوم درته
شوخه بې نظيره چې په تا مې لګېدلی نظر
سيند غوندې بې نيازه که دې هيڅ نشته په ما وتنه
خدايږو چې زما هم په پښتو کې لمبېدلی نظر
پام کوه د وخت غوندې په بېرته جارو تل نه کوم
بيا را رسېدی به نه شي ستا دا ګرځېدلی نظر
ستا د قد امسا ترېنه انوارو ستا د مخ کړو
بېرته مې راتلی نه شي لېمو ته ټپرېدلی نظر
ډېر دي ماليدلي تندرونه داسې نور هم پخوا
پرې مې ږده واعظه څو څو ځل مې لغزېدلی نظر
وار يې خطا نه کړو که بې واره د نظر غشی وو
څو څو ځله پرېوت خو پښتون وپاڅېدلی نظر
اوس د زړه قرار د سترګو نور به دې په دې را درومي
څو ځله مړ شوی ژوندی شوی رنځېدلی نظر
اوښکې د حمزه په بارخو ودرېدې پرېښنا يې وکړه
تا چې کړو په ناز ورته راپورته موسېدلی نظر