

امیر حمزہ شینواری
په فراقجنو که پرې باسې ته خندان تندر
سحره پرېوځه په تا مې د ګرېوان تندر
نن يې په مخ د طبيعت د تازګۍ نخښې وې
و په دې وخت يې تبسم د شين اسمان تندر
د اداګانو تندرونه دې زاړه شو اشنا
اوس که پرېباسې په ما پرېباسه يو ځوان تندر
غوسه دې لږه وه لا برق و د موسکا ور پسې
ساده مین څه پېژندو د امتحان تندر
بلبله بيا نو حيثيت د تا د جالې څه دی
چې هغه شوخ و غورځوي په ګلستان تندر
ته زما اوښکو ته موسېږې هيڅ خطر نه کوې
ښکليه خبر شه چې پيدا شي له باران تندر
حمزه په مخکې د رقيب کوه ستاينه د يار
چې کړي پاتې خواږه سېزل د غزل خوان تندر