

امیر حمزہ شینواری
د غيرو ښکار نه وي هيچرې د شيرانو پکار
د بل د خوان یخې ټوکړې وي د شېخانو پکار
د عشق غمونه په قوت به اوچت نه شي له چا
د دو دپاره لوی همت دی د مردانو پکار
پيرمغان جاري کړو حکم چې واعظ راولئ
په ميخانه کې نن هغه دی د رندانو پکار
لرې زنار د تسبيحو يې کړئ د غاړې خنی
داسې څيزونه دي اکثر د هلکانو پکار
راضي به نه شي بې شرابو د الست دی حمزه
نه دي نور څه د بېنوا د ملنګانو پکار