...

امیر حمزہ شینواری

د نقطې نه دی د عشق زما سفر

ما سوا کړو د جنت نه جوړ سفر

شي صافي زمانه روڼ کوي ثنا مې

د رڼا خو په کثيف هم وي ګذر

نسبت ورک شو چې راستون شوم ځان مې وليد

وينې عکس د آيينې نه خپل بشر

عسک وينې خپل معکوس د آيينې نه

د نسبت د د ويې پرده ده یو بشر

د نسبت آيينه صافه شوه يار نه و

ما به ځان نه ځان به ماته کړ نظر

ستا خندا مې زيړ بشر شګفته نه کړ

د سحر په نماز ديګر نشته اثر

ځوانۍ څرنګه د سينګار اجازت در کړ

لېونتوب خو کړې د عقل نه خطر

غل د ديد په بام موسکی شو ښکته يار ته

پورته بدر را ښکاره شو ښکته نمر

غريو نيولي ارمانونه مې پخلا کړه

چې مې لړزنده ځواني ده په سفر

انتظار مې اسوېلي ته جوړ شو تښتي

اضطراب کړي غزونې د محشر

جسن، عشق او معشوقه او عاشق يو دي

کله هغه کله زه شم مرور

کله کله د خپل شعر په اور سوځم

دا په دې چې مې اشنا دی سمندر

ستا ثنا لره بلبل زما د فکر

ګله جوړ به شي چې خوري د زړه ثمر

د سينګار په وخت خو ته با آيينه وې

خو چې ته نه يې له عکسه کړي خطر

ښکلی يار مې نا اشنا دی له حجابه

خو چې نه رسي پرده شي خپل نظر

ګنګوسې دي په تياره او په چپيا کې

په دې شور کې اشنا نه راځي بهر

ما حمزه حيران ګرېوان په سحر څه ده

چې دا وښکې دي، که پرخه د سحر