

امیر حمزہ شینواری
چرې نه وي حق ليدونکې سترګه تر تر
سودا نه پرېږدي د غيرو چې وي سرسر
معشوقې دي په بر ډېرې برې کوزې
د دلبر د بر نه نشته د چا بر پر
څوک چې خاورې وي د پښو د ښايسته وو
په اسرارو به يې چرې نه شي سرسر
اننګي د اشنا او د رقيب شونډې
ګۍ ګۍ دې معلومه ده او زر زر
ما به چرې د رقيب سره سم نه کړي
اس خو اس دی خلق پوهه دي او خر خر
امتياز لازمي څيز و، شک ونه کړې
د يو جز نه ښځه ښځه شوه او نر نر
چې حمزه د بو تراب «رض» د در تراب دی
ځکه ګۍ ګۍ نه ګڼي نه زر زر