

امیر حمزہ شینواری
لوی د الفت نه مې بل غم و نه ليد
زيات مې قاتل د دې نه سم و نه ليد
چې شې ناکام، سينه زما وګوره
زاهده، تاکه جام د جم و نه ليد
چپه چپه مې د صحرا وکته
ما څه نشان يې د قدم و نه ليد
د ګونګ او کوڼ نه څه ګيله ده په کار
ګفت و شنيد مې د صنم و نه ليد
ماورته زړه کړو د سينې نه بهر
نوم يې خپل بيا هم پرې رقم و نه ليد
ځکه پر هر مې د ځيګر شو ناسور
تل خوري ګوزار او ده ملهم و نه ليد
دی په ناسوت کې چې په تا اې حمزه
ما په بل داسې تورتم و نه ليد