

امیر حمزہ شینواری
ما د اشنا د مينې خوند و نه ليد
ما يې د سرو لبانو قند و نه ليد
د يار د وروځو په خنجر چې شو غوڅ
خپل زړه مې بيا چرې پيوند و نه ليد
صنم په داسې صفايۍ کړم شهيد
چې کړو يې ګوزار ما يې مړوند و نه ليد
تېر مې په در کې شو عمرونه د يار
مخ يې ما هيڅکله څرګند و نه ليد
بنده فاعل د بندګۍ نه وايي
ما بندګۍ کې سر بلند و نه ليد
حمزه چه پټ کړو بېنوا را نه مخ
زړه مې بیا خپل چرې خورسند و نه ليد