...

امیر حمزہ شینواری

عشق مې محتاج د هيڅ هنر و نه ليد

برق مې حصار په بال و پر و نه ليد

حيف په ژړا کې مې اثر و نه ليد

ژاړي اثر چې ما اثر و نه ليد

چې کږې وروځې د اشنا نه وينم

ځکه هلال مې د اختر و نه ليد

د عشق په خوب کې مې چې خوب وليدو

د ځان په تن باندې مې سر و نه ليد

برق نظر د بېنوا چې راغی

حمزه وجود مې د عنصر و نه ليد