

امیر حمزہ شینواری
ما د فرقت سحر سبا و نه ليد
يار مې په سوز او په ژړا و نه ليد
ده طائفه د معشوقو بې وفا
يو مې پکې هم باوفا و نه ليد
زاهده ويل طلب کوه، ما کوو
يار مې په کور او په بېديا و نه ليد
تل شکايت له عاشقانو کوي
ما د چا يار له چا رضا و نه ليد
داسې کشتۍ کې مور سفر کومه
ما په کشتۍ کې ناخدا و مه ليد
حيف و صد حيف دې ستا په ژوند وي حمزه
چې دې سپين مخ د بېنوا و نه ليد