...

اشرف خان هجري

یوه سترګه یم د ګنګ بله جمنا کړم

چې رایادې برندې سترګې د اشنا کړم

نور به تېر عمر رانشي په رب ګو

که نظر تغیر د کسیو په ژړا کړم

سر د عیش په رڼايي راڅخه لاړه

خرمې په کومې چاره د دنیا کړم

ما به کله همراهي د ژڼیو پرېښوه

په ستم سپینو وېښتو ځينې جدا کړم

د ځوانۍ موجونه مات کړه پسدیو

لویي ځکه دایمي صبح و مسا کړم

چې اثر د سپینو ووینم په زنې

بن یې لرې دم درحال لکه ګیاه کړم

دا اثر به پوشیده له خلقه نشي

که هر څو یې په حیله کې اختفا کړم

دریغه څه عجب زمان و د ځوانۍ یې

په هوا راځينې لاړ زه یې تنها کړم

نن مې سود د ارمان څه چې پیره نه کا

که یو کف په بل وهم له غمه ها کړم

کله چا په ناله تېر عمر حاصل کړ

که لیا اه کله افسوس کله دردا کړم

کیفیت د عمر یو په یو ښکاره شه

اوس به نوک د قلم کوږ په مدعا کړم

ته زیبا په ګوتو راشه مشکینه

چې املا انصاف د عدل د پاچا کړم

خدایږو شک ګماني نه یم په خپل ورز

ناپرسه یې معذب په سالها کړم

رافضي په ګناه بند کا زر یې پریږدي

زه سني یې په کالونو مبتلا کړم

تر هنوې سوز د سجن په ما ډېر دی

په حساب یې زه بتر تر ګبره لا کړم

وار په وار حقیقت رسي د بندیانو

مګر زه چې یې له نورو مبرا کړم

دا په کوم کتاب روا دی مسلمانو!

چې ناحق یې مبتلا په دا بلا کړم

د اسلام روش که دا چې یې بادشاه کا

نور به نه جهودی بد په نصرا کړم

چې آئین مې دې ښه ولید ګیله مه کړه

که په غاړه تور زنار لکه ترسا کړم

د مسجد خلق مې داد نه کا یارانو

په دیوره به یې طلب له پجارا کړم

خدایه ما په عمل هسې مسلم مه کړې

چې هوا د هندو شي مسلم ته شا کړم

عدالت همه ضعیف و جور یې زور شه

دا انصاف طمعه جفا فریاد په چا کړم

نه پرسش د احوال شته نه تفحص کا

په تش خط یې شیعه سر د بغا کړم

نه یې بولم چې شیعه نه رافضي دی

په کومک د دواړو ګرم دی فتوا کړم

نه مې زور د مټو شته نه عرض رسي

حواله به په مولا د بد سزا کړم

نهایت به مملکت د مراد خپل شي

که رضا خپله بې روهه د قضا کړم

دنیاوي خلق باطل یاري یې خامه

زه هجري په کرم طمع له مولا کړم