...

امیر حمزہ شینواری

زړه مې زخمي څاڅي ترې خون ما پرې پرهر و نه ليد

عجيبه دا د يار په لاس کې مې خنجر و نه ليد

که مې وصلت ونه شو، خوند مې د الفت خو وليد

ميوه يې خوري په څانګه چا ګل د اينځر و نه ليد

ارض وسما په کل حکمت کې د قران په نغري

حيف دی چې زه شوم خاکستر يار مې جوهر و نه ليد

چې به يې شراب د يار د سترګو خمارو نوش کول

ځکه بل کس مې بې رندانو په کوثر و نه ليد

داسې اثر و د اشنا د برندو سترګو په ما

وکړه ندا رانه ته رضوان چې دې محشر و نه ليد

زه د فراق زنجير په غاړه په وطن کې يمه

تېرې شوې دوه مياشتې او ما غلام سرور و نه ليد

د بېنوا د غلامۍ مه کوه لافې حمزه

چا وفادار په دې جهان لکه لمر و نه ليد