...

امیر حمزہ شینواری

زما په پوهه کې چې علم يو خلل وګرځېد

چې تصور و د ابد هغه ازل وګرځېد

ما د شډلې ښکلا هلته لطافت کړلو حس

چې مې الفت د لطافت ځنې شډل وګرځېد

شول مې د پلونو نښانونه خندني خندني

هغه که څو مې د رقيب د پل په پل وګرځېد

د هغه ښکلي د کتو به درته څه وايمه

چې راکتل يې خو نظر يې څه په چل وګرځېد

د دوه مېنو تر مېنځ مه راځه که ژوند غواړې 

لکه دا نه چې په مېچن کې راغله، دل وګرځېد

درېغه چې عشقه ته همه عمر مهجور پاتې شې

تنده چې شوه «سراب اشنا» د مينې جل وګرځېد

چې تصور په ويرانه کې د اشنا راغی

حمزه که څو هغه صحرا وه خو محل وګرځېد