

امیر حمزہ شینواری
زور د ښکلاو، چې وربل دې الوول پرېښود
که په سينګار کې آيينې درته خلل پرېښود
ما د صحرا د عطريېزې خاموشۍ د پاره
د ګلستان د هنګامو ځکه تکل پرېښود
عشقه دانه يې، چې رقيب مې سلامت ګرځي
ګنې کېدی شي چې پښتون چرې بدل پرېښود
ورته جهان همه روان دی، زه به هم ورسم
همدمه ما ځکه د يار په لور مزل پرېښود
زړګيه سترګو ته را نه شې راز به ستا ښکاره شي
دُر د صدف له لاسه ولاړو چې يې تل پرېښود
چې د ازل او د ابد په عينيت پوه شوم
ځکه تميز مې د ابد او د ازل پرېښود
بس خو مېنو د منزل ته مې ډېوې کېښودې
په هره لار مې چې نشان ورته د پل پرېښود
نن څه په شوق يې در کتل سترګې دې ښکته کړلې
هسې دې لاسو ته درغلی ولې غل پرېښود
لا خو په سيمه د پښتون به نور ګلان وکرم
حمزه شباب د تخيل مې که اجل پرېښود
که تغزل اوس د حمزه په تفکر شو بدل
ولې په دې مه کړه يقين چې يې غزل پرېښود