

امیر حمزہ شینواری
وختونه چرته رانه وړی نه شي سامان د وجود
نه ودانېږي بې له ما چې هيڅ مکان د وجود
راشه تفسير چې درته وکړمه اسانه د وجود
چې هر څيز سره احساس وي د خپل ځان د وجود
دا بړبوکۍ دي که اشبا چې ظاهرېږي ترينه
دی سمندر په حقيقت کې بيکران د وجود
ته چې وجود له ذاته بېل ګڼې لږ پوهه کړه ما
د ذات احساس به ځنګه وکړو په فقدان د وجود
پس د تفصيل ځنې نقطې ته د اجمال ورسېد
راشه لږ ځير خو کاينات کړه د انسان د وجود
بې له يو ذاته مې احساس ته هيڅ حصول ونه شو
چې د وجدان پنجې مې بيا موندو ګرېوان د وجود
هغه هم هلته چې سقوط د اضافاتو وشو
بس خو پوره دی چې حاصل يې شو وجدان د وجود
ثُمْ استتَقَامُوا دې حاصل نه شو هوا يو وړې
وکړو رجعت دې چې پيدا دې شو عرفان د وجود
«هغه» او «دا» هم اشاره د یو وجود ده حمزه
پروت په وجدان کې وي که څو وشي نسيان د وجود