...

امیر حمزہ شینواری

خدای زده څه مې دی مراد او څه مقصود

هيڅ خبر نه يم په زيان او په بهود

کړم پرېشانه تر دې حده رقيبانو

چې وهمي اوس را ته ښکاري هر وجود

هر چې کړم هغه کوم د يار د پاره

او که يم همیشه ځان ته په سجود

دي موسی او ابراهيم زما نومونه

هم په خپله زه شداد يم او نمرود

يا خو هيڅ نشته دا واړه وهم وخيال دی

او که وي نو بس د يار به وي وجود

هم مراد يم، هم مريد يمه په خپله

هم طالب يم سرګردانه هم مقصود

د خپل نوم نه هم ثابت له ما دعوی ده

يم حمزه د هر وجود سره موجود