

امیر حمزہ شینواری
خرد ځپلي زړه زما چې کيف د جنون وموند
کږلېچ مې د قسمت له هغه پسته سمون وموند
برېښنا د مخ يې ونغښته د زلفو په تېرو کې
لېچنو ارزوګانو زما ځکه سکون وموند
نن سترګې دې را ګوري، د سبا په نظر ماته
اشنا جوړې مضطر زړګی مې تللی پرون موند
بيا ځای د شونډو زلفو سترګو نه وي په وصال کې
حريم د ذات کې چرته چا درک د شپون وموند
الفت چې مرتبې و ته د عشق ورسېدلو
بيا هلته حمزه ما، نه زيارت، نه سمون وموند