

امیر حمزہ شینواری
چې اخیستی چا د مال او د کمال خوند
پرې لازم شو چې به اخلي د زوال خوند
که بېلتون په دې خبر وی را به نغلو
چې په درد کې يې د وار شته د وصال خوند
راز د عشق ورله کلی پاتې ګل نه شو
چا چې واخيست پرهر د اند مال خوند
د عاشق يې چې نصيب د ليدو نه وي
د مهرو يو به وي څه د خط و خال خوند
د جنت پيالې د فکر په خوله شومي
څوک چې اخلي د سرو لبو د خيال خوند
ای زاهده عافيت دې ستا روزي شي
ما اخیستی د تهمت او د جنجال خوند
اې حمزه که سودايي شوې شکر وايه
چې دې واخیستو د زلفو د شمال خوند