...

امیر حمزہ شینواری

بوی حيران وي د رفتار په آيينه ګرد

رنګ و ګل وي د بهار په آيينه ګرد

په تراخو ميو لذت د تويې نه څي

انفعال شو د خمار په آيينه ګرد

تصور د پاس ځلا ده په بېلتون کې

مه شه مه د انتظار په آيينه ګرد

د بوسې په وخت مې وېره کړي له آهه

چې يې نه شي د رخسار په آيينه ګرد

صافي، مېل د زړه، قيام د صفايي دی

د آيين نه شي رنګار په آيينه ګرد

تل بينا اوسه، که نه وي نو پيدا کړې

خب د سترګو، د ديدار په آيينه ګرد

اختيار دې څه ور کړی وحمزه ته

چې يې دی د اختيار په آيينه ګرد