

امیر حمزہ شینواری
وايه څه خو ته د فراق لاس ښه دی که بد؟
ای واصله وايه چې دې لاس ښه دی که بد؟
څوک چې غلامۍ ته د شاهانو هوسېږي
دوی زده ډېر يې ښه زده چې نخاس ښه دی که بد؟
اصل وي محفوظ هله چې نقل يې موجود وي
ودې پوښته فهم چې وسواس ښه دی که بد؟
خط مې درلېږلی جذباتو ته يې ګوره
دا خيال ونه کړې چې قرطاس ښه دی که بد؟
خوري د اشنا خال د عاشقانو وينې غوښې
وپوښته هندو چې خون اوماس ښه دی که بد؟
ورځ مې په کتو، په تصور مې شپه تېرېږي
پوهه شومه اوس د وصال آس ښه دی که بد؟
څو ځله کرم پرې اشنا وکړو شکر نه کا
وايه حمزه زړه دې ناسپاس ښه دی که بد؟