

امیر حمزہ شینواری
چې اشنا مې له قفسه کړي صياد
پس له هغې به بيا ما کاندي آزاد
جفا نه ده، په دې خيال يې هېرومه
ګوندي داسې شم اشنا ته ور په ياد
د اشنا کوڅې ته باده چې را نه شې
څو چې نه کړم دغه خاورې په سر باد
ته قايل د پښتو نه يې زه پښتون يم
مينه چرته اجتماع کې د اضداد
هره پاڼه اوس د وخت لولم په ترهه
زمانې راباندې ډېر سبق کړو ياد
په شيرينه خوله اوس خلک نه تېروځي
خبردار په کم فهمۍ شول د فرهاد
جمعيت له هغه قامه څخه ووت
چې خودبين او پرېشان يې شول افراد
ده مې وينه د ملت، د اشنا نه ده
امانته سرمايه ده د جهاد
نن رندانو د زاهد لباس اغوستی
حمزه اوره چې به څه کاندي ارشاد