...

امیر حمزہ شینواری

هيڅ پروا مې نشته د دنيا په مخ

سترګې مې پرانستې د اشنا په مخ

ګوره جلالت د يار زما په مخ

ګوره تماشا د تماشا په مخ

مخ که د دنيا د ناوې ګور مه

ګورم بې بې شک خو د عقبی په مخ

سترګې سترګې جوش کې د منزل يمه

جوړه بړبوکۍ شوم د دريا په مخ

چرته د خندا نه مې موسکۍ چمن

يا چپه چپيا يم د صحرا په مخ

يار مې مسيحا مدامي ژوند لرم

زه رونق د ژوند د مسيحا په مخ

زه حمزه ملهم د عاشقانو يم

لولم چې قرآن د بې نوا په مخ