

امیر حمزہ شینواری
ستا جمال دی نمایان زما په مخ
ستا دي خدای کړي نمايان رضا په مخ
که هر څو د سوري سوري ليده نه شي
ستا د زلفو سوری وينم ستا په مخ
ستوماني تر څاښته مه باسه بيا وايه
که ښکاره کړ ملامت سبا په مخ
ته ګل قند د اننګو ور کړه مريض ته
طبيب څه کړي چې دې شته دوا په مخ
که د چا په مخ خلاصی شته له عذابه
نو ياده هم شي روا د چا په مخ
که خوله نه را کوې هغه ادا وکړه
وي همدمه يې مېلمه قضا په مخ