...

امیر حمزہ شینواری

په مخونو کې ښايسته مې دی د يار مخ

دی حبيب د تصوير بل رخ د دلدار مخ

په ليدو بې مړاوي زړونه تازه کېږي

عطا کړی ورته رب سدا بهار مخ

چې مشام د جان مدام په معطر وي

د جانان مې دی دا هسې مشکبار مخ

شي غالب يې رعب د حسن په خوبانو

په محفل کې چې څرګند کړي ګلعذار مخ

کږې وروځې دې زما د يار وګوري

چې يې ليدلی تر څو نه وي د ستار مخ