...

اشرف خان هجري

ګهې اه ګهې افسوس ګهې درد دا کړم

کله واه کله دریغ کله ویلا کړم

خوب خندا په ما حرام صنبر عدم شه

تل ژړا پیهم فریاد کله هاها کړم

چې د زړه لمبه خروج وکا له فمه

د لوګي په زلفو پټ مخ د سما کړم

بس خروش مې سترګې بحر د حباب کا

چې رایاده د شباب تېره هوا کړم

پیرۍ راوسته هجران په زور د مټو

ما وې زر به یې مغلوبه په وکا کړم

دهرم نشان ناګهه په ږیره وخوت

ځواني لاړه په ګریز زه یې رها کړم

مخ په وړاندې میل کا راځنې تښتي

پیره نه کا په ستنه که سل بلا کړم

هی هی څه خامه یاري وه د ځوانۍ یې

چې خبرې له فریبه میم و یا کړم

ګهې ژغ له دوکه وکړم چې سپهره

زه دې ولې هومره لرې له اشنا کړم

کله ور د ګیلو بءانیزم له درده

ملامت واړه ستم د اورنګ شاه کړم

نه د چرخ له دوره خوږ نه مې ګیله شي

نه د شاه له جوره غم نه یې پرواه کړم

چې دایم هیهات کوم روغه عالمه

د فرقت په توره غوڅ ځکه غوغا کړم

کاشکې زه هرګز بینا په دنیا نه وی

چې په غم د هجر سترګو مبتلا کړم

څو مې زړه په وصال خوښ وه د یارانو 

یو په زر یې هجر ستړی په ژړا کړم

که بیا وکسې هرګز د چا و مخ ته

کسی تور به یې په ستن سره جدا کړم

هغه دم چې مې شربت د وصال نوش کړ

شنه فلک د هجر سم لره سزا کړم

د غبرا په مخ کجا وطن یې کوم دی

چې کمر د جدل ټینګ پسې غزا کړم

ګوندې وي ګریوان یې ونیسم په لاسو

پرچه زمکه یې په دم ګل لالا کړم

نه نه لاس به زما بر په هجران نشي

مګر کور یې د سحر په اه صحرا کړم

ما وصال په خوب لیده که هرګز نه وه

که مې ولید بې وفا څه یې ثنا کړم

د فرقت قضیه وایم په څو رنګه

لا بهتره یې بیانه تر سرنا کړم

نه نه غم د هجر ډېر دی وایه نشي

حال یې زه په کومه ژبه نن ادا کړم

نه به هر وېښته هزار ژبې پیدا کا

نه به ختمه دا بې حده ماجرا کړم

له خرمنه جو دانه له کوه کاڼي

په ډېر ډېر جدلو ګوندې هویدا کړم

فلک څو په ارمان بوته له جهانه

حکایت د کوم اول وروستو د چا کړم

په داغونو مړه عشاق اوڅارومه

که مذکور د ملوکانو مهیا کړم

تېر ساعت د مجنون وایم له اوله

که په خوا قیصه بنیاده د لیلا کړم

قباد چیرې تخت کجا افسر یې څه شه؟

که ویرانې ماڼۍ یادې د کسرا کړم

رعایت یې برهنه له فاضلانو

که سلوک یې هویدا له اولیا کړم

د جهان په ریاض ګل د مراد نشته

طولاني قیصه به تم په دا وینا کړم

د فنا ښادي نصیب شوه د کودنو!

زه هجري د غم وطن چې یې دانا کړم