...

امیر حمزہ شینواری

چې دې ما و ته اشنا کړو، نا اشنا مخ

ستا په مخ کې راته ښکاري د هر چا مخ

د هر مخ به ما ته مخ شي دورغ نه دي

هغه ښکلي که کړو ما ته په رښتيا مخ

په نظر نظر کې فرق دی نور څه نه دي

په دنيا کې هر يو شی لري زېبا مخ

چې شوې تېر له عشقه څه شي که ليلی شوې

په هر څه کې و مجنونه د ليلی مخ

چې موسکی شوې څه زاړه مې را په زړه شول

داسې ښکاري چې ليدلی مې و دا مخ

زه حمزه که د هغو سترګو قتيل شوم

غوره نه ګڼم کتل د مسيحا مخ