

امیر حمزہ شینواری
بې درد و رنځ و غم نه په الفت کې نشته هيڅ
بې فکرو د زړه نول نه په وصلت کې نشته هيڅ
هر څيز چې کړی حاصل ضد به يې هم شي درته پېښ
فارغ که له حشمت شي په عسرت کې نشته هيڅ
زاهده، ستا بدل د رياضت شو کرامت
خواهش يې درندانو په فطرت کې نشته هيڅ
حاصل خو معلومېږي د لبند د وصالت
بې زهرو نه د شونډو په شربت کې نشته هيڅ
اوس چپ کاته کوي بیا به شي مرګ ته را اوچت
محشر د يار قيام دی په قيامت کې نشته هيڅ
دا ټول دي حجابونه چې انبار يې کړل په مخ
درک يې په تفسير، فاله، حکمت کې نشته هيڅ
حمزه که شي حجاب د ماسوا د زړه نه دور
کثرت عين وحدت دی کثرت کې نشته هيڅ