...

امیر حمزہ شینواری

د يار د مينې په ما وکړو اثر پټ پټ

ښخ په زړه کې مې د وروځو خنجر پټ پټ

سرايت مې داسې عشق وکړو بدن کې

لکه جز مې د فطرت دی عنصر پټ پټ

د يار وروځې دي خنجر، باڼه دي غشي

چيچي زړه مې د زلفانو اثر پټ پټ

چې نقاب په مخ ور بر کړي داسې ښکاري

لکه يون کړې په وريځ کې لمر پټ پټ

داسې زه يې تهمتي شوم په الفت کې

چې د خلکو ځنې ګرځم در در پټ پټ

په غلا غلا د رقيبانو له نګاهه

خوره حمزه د سرو لبانو ثمر پټ پټ