

امیر حمزہ شینواری
تندی مې څه پرېوت چې سر پرېوت
نن زما سر د چا په در پرېوت
لکه سيند په ګډېدو شومه زه
خدای زده په ماد چا نظر پرېوت
داسې ناڅاپه بې خبر غوندې شوم
غوږ کې زما د چا خبر پرېوت
لا مې همت دی د ځوانۍ په هوا
خير که په پر زما وزر پرېوت
لکه غبار د انتظار په ګونه
زما په سترګو کې سحر پرېوت
مينې څه نوی اړخ بدل کړو اشنا
ستا نه مې زړه کې نن خطر پرېوت
تېر يې بهار شو د ځوانۍ راغی
پوخ شو د څانګې نه ثمر پرېوت
ډېر تعلق د دنیا پرې وېستمه
چې سيلۍ راغله دروند شجر پرېوت
څوک پستنه له ميخانې شو په خود
خو څوک دننه، څوک بهر پرېوت
ځان ته په مينه کې کوم سر چې وې سر
سر چې په مينه شو په سر پرېوت
حمزه هر داغ شو موسکی لاړو اشنا
ستورو برېښنا وکړه چر نمر پرېوت