

امیر حمزہ شینواری
اې عشقه دا به ته يې چې په مادې نظر پرېوت
ناڅاپه په تګ تګ مې شهوار د هنر پرېوت
شايد ورته پېغور د بې لوزئ مې نظر وکړو
دا ستا زما په پښو چې شرمېدلی نظر پرېوت
ګرېوان زما د شوق يې چې پاره وليد له شوقه
د غم په شبستان مې ترمې ترمې سحر پرېوت
برېښنا ستا د خندا مې ارمانونه سره وېشي
هر څو زما نظر که د لېمو نه بهر پرېوت
دا څنګه بې خبر شومه که څوک مې لږ خبر کړي
دا څه دي؟ دا د چا زما په غېږ کې خبر پرېوت
زړګی مې د اشنا د خمار سترګو نه سوال کا
صهبا د وينو ما ور کړه او کيف په ځيګر پرېوت
اشنا خو په سحر کې وي تل تل پرېشانې زلفې
حمزه وايه په زړه کې دې نن ولې خطر پرېوت