

امیر حمزہ شینواری
حيران يمه د ذهن په کوم لوري قدم پرېوت
ناڅاپه د سخن مې چې له لاسه قلم پرېوت
لا زه يم د وجود په رنګينيو کې ورک شوی
لا راغی په لېمه کې د وجدان مې عدم پرېوت
مرغان مې د سخن په دام کې نه راځي دا ولې؟
اشنا دی پخوانی که د حلقو نه يې خم پرېوت
زما د فکر لاس ته د چا زلفې زولنې شوې
تصوير مې د چا کښه چې مې له لاسه قلم پرېوت
بيا ګرځي شاهدان د بتخانې زما په ياد کې
شايد چې په هېنداره مې غبار د حرم پرېوت
اې درېغه تصور مې د اشنا ووت له فکره
یا جام وته به وايي چې له لاسه د جم پرېوت
ما توره د آورد د ارادې په نېکي وکښه
باغي چې را نه کوم یو تخيل و قلم پرېوت
ور کوز چې شو ژورو د شعور ته زما فکر
هر لور ته د نسيان په ظلمتونو الم پرېوت
ای عشقه آيينه د سکندر دې درنه ځار شي
پيدا ترې جام د جم شو چې له سترګو مې نم پرېوت
اخر مې برند نظر ته د يار سترګې د زمري کړې
هر څو که هغه ترند غرځنی و له رم پرېوت