

امیر حمزہ شینواری
روح چې په پيکر کې د ناسوت د انسان پرېووت
غم د ځان يې څه، په سر يې غم د جهان پرېووت
وليد چې ونه ليد ځان د ژوند په آيينه کې
څو که بې خبر که باخبر ده حيران پرېووت
مخ شو له قضا، هره لمحه هره نقطه کې
ژوند چې په قالب کې د زمان او مکان پرېووت
غر يو دی د بلبلو په فضا د يوسفزي کې
خير د کوم چمن د پاسه شړک د خزان پرېووت
څنګه غريو نيولې فضاګانې د لارهور دي
ښکاري د فطرت د صحيفې ترجمان پرېووت
ورځ د سه شنبې وه د شعبان نهم تاريخ و
لاس چې د اجل د بوسيد په ګرېوان پرېووت
ګل و شبني که بخاري محمد شاه و
شاخ د ژوندانه نه، که ګريان و، خندان پرېووت
ماوې کال يې وايه، نو هاتف په ژړا ووې
زلنده کوکب د سيادت د اسمان پرېووت