...

امیر حمزہ شینواری

غم د بېلتانه که و خو ښکليه په ما پرېوت

ته د څه تپوس کوې له ما، خو په چا پرېوت

هسکه شوه سپوږمۍ د څوارلسمې په تندي کې

سوری د اشنا چې په تېرو کې په ما پرېوت

څوک چې وي په خيال دواپسۍ غم د هغوی دی

ګرد د قافلې څه که په خاپو زما پرېوت

زړه به مې تر څو پورته کېدو په تسليو

تا خو به هر ځل کړو را وچت خو به لا پرېوت

پښو مې ستا د لارې خواږه لا هېر کړي نه دي

دلته بې تپوسه مې قدم په خطا پرېوت

سوری د فراق د سبا يې په خندا راغی

راغلو ماښامي چې د وصال په رڼا پرېوت

څه په خندنو سترګو يې وکاته محفل ته

جام د صراحۍ نه حمزه ګوره په ما پرېوت