...

امیر حمزہ شینواری

څه که په عشق کې لاجوابه ووت

ستا د محفل نه چې بې آبه ووت

زاهد د ميو نه پرهېز وکړو

څنګه نېکبخت و، له ثوابه ووت

جوړ وږو سترګو دې تالا کړو حسن

چې زړه راښکون دې له شبابه ووت

چا وغندلو په الفت کې جنون

ولې د مينې له آدابه ووت

تولې پردې خو د خپل ځان وې زما

هغه اشنا خو بې حجابه ووت

د وېښو سترګو تصور مې کړو پوخ

ځکه غفلت زما له خوابه ووت

اوس چې وحدت شو د حمزه په نصیب

خو د ښايست له انتخابه ووت