

امیر حمزہ شینواری
دی د زړه جهان مې په قرار ترينه طوفان ووت
داسې معلومېږي نا اميده مې ارمان ووت
لاړ دې شي دعوی په خونړي هجر سمون لري
غشی د اشنا مې چې د زړه نه پر افشار ووت
اور لکه د شمعې چا چې تل په زړه ونه زغمه
را که خلو محفل و ته د ښکليو خو ګريان ووت
څه ده دا نړۍ خو آيينه د يار د حسن ده
چا چې کړو لټون پکې د يار ترينه حيران ووت
څومره راته ګران و د اشنا د مينې خار په زړه
لاړو چې ارمان يې حمزه څرنګه اسان ووت