...

امیر حمزہ شینواری

د ګلشن له زلميتوبه بهار ووت

مین زړه لکه بلبل ترې نهار ووت

په توبه کې جوړ مستې وه د شرابو

چې له سترګو مې اثر د خمار ووت

خنده روی چې له فطرته لکه ګل و

د خوشبوی غوندې يې روح په قرار ووت

قافله مې د خاطر په ورکېدو ده

چې له لاسه مې د صبر مهار ووت

شمع رويه ستا ژړا مې ارمان وويست

نن ارمان دې چې زما په مزار ووت

زه ایله وم خپل ګرېوان ته ځير شوی

چې کاته مې د ګلشن نه بهار ووت

چې راتلې درنه را وړاندې شو نمر مخيه

خو چې راغلې له دنيا مې سحار ووت

نفس که څو شولو بدل، خوی يې لاړ نه شو

رنګ يې نه ځي که پوستکی د مار ووت

لېوني خو بس هم دې ته حمزه وايي

راز د عشق دې چې د خولې نه په جار ووت