

امیر حمزہ شینواری
اوس د عقل مې د سر نه اثر ووت
ستا کوڅې ته مې ارمان د سفر ووت
چې د سر نه مې زړه ووېست ستا په ياد کې
خود په خپله د خپل زړه نه مې سر ووت
چې ليندې وروځې دې ما ته کړې له قهره
لکه غشي مې له سترګو نظر ووت
د ارمان د مېلمنو نه به څه وايم
یو راته شو، بل هله بهر ووت
چې حمزه در سره نن سترګې څلور کړې
څه خو شته دی چې له زړه بې خطر ووت