

امیر حمزہ شینواری
چې د خودۍ په تلوسو تېروت
خود د عالم په رنګينو تېروت
تور يې د عشق وو پکې ديد چرته و
يار مې د سترګو په ککو تېروت
زړه مې وحشت له خپله کوره کوي
جوړې د ښکليو په ورشو تېروت
خوی د زمري يې په آهو کې وليد
څوک چې په سترګو پښتنو تېروت
په لېونتوب د محبت څه وشو
چې په زنځير او زولنو تېروت
ناپوهه زړه مې د اشنا په نظر
لکه شبنم په پلوشو تېروت
حمزه ته کور شو په صحرا کې ور ياد
خيال د کاروان په بړبوکو پرېوت