...

امیر حمزہ شینواری

سر چې مې نن د چا په در تېروت

دا لېونی په کوم خبر تېروت

تور چې پښتون شي نو سپرې ور کوي

واخله لېمې چې مې نظر تېروت

لا پښتنې زلفې خورې دي شپه ده

د چا په جمع زړه سحر تېروت

مينې ته لار د اوښکو عقل ښايي

دا که هنر ګڼې هنر تېروت

د زړه رڼا يې خپله نه وه حمزه

څنګه بې درېغه دا قمر تېروت