

امیر حمزہ شینواری
مات شو تغافل يې که ډېر زور وغوښت
ناز يې و پښتون چې يې پېغور وغوښت
ګوره هنر، جوړ يې کړو ژوندون ترېنه
عشق مې له ښايښته ديدن پور وغوښت
يو وړلو ښايست يې چې زړګی زما
سوال چې د وصلت شو اشنا کور وغوښت
ګوره دې بارخو ته چې زړور دې کړم
ما نه دې هم ما لره سور اور وغوښت
پوه دې په مطلب يمه خو ګرانه ده
ډېر دې کړو لا غم چې مې غمخور وغوښت
تا د قدم پل د رقيب کور څخه
ما ته اشارت کړو چې ما ګور وغوښت
يې که ته ساحل غوندې بې نيازه چپ
سيند غوندې ما سر وهل او شور وغوښت
پېغلې خوشحالي کړي زما غم د يار
نور يې چې غم راکړلو ما نور وغوښت
خورم قسم اشنا ستا د ابرو په لور
خير د ديدن ما که په بل لور وغوښت
تا سره تا بيا د بلا نوش نه ده
جام د فلک ما کله نسکور وغوښت
پام کوه اې جذبه زما، سوړ نه شې
دا یو اسوېلی مې له تا پور وغوښت
پرانستې څو څو مې د حکمت غوټې
ما کله وربل چې د چا خور وغوښت
لږ خو دې د سترګو نه پرسان کوه
وايه چې حمزه ولې ستا تور وغوښت