...

امیر حمزہ شینواری

چې زما نه دې رخصت په سحر وغوښت

ضبط او صبر اخرت د سفر وغوښت

ستا ديدن که په ژړا شوی يوسف مخيه

د يعقوب نه ورله ما به بصر وغوښت

خپل آيين دې د کرم هم پرېښوی نه شو

آيينه دې راکړه ما چې نظر وغوښت

ستا په سر چې مې خپل ياد درته غرض و

خفه مه شه که قيمت مې د سر وغوښت

خدای چې در کړل در له هسې باڼه غشي

ما ترې ځکه د فولادو ځيګر وغوښت

شوه معلومه چې ورک نه دي، لبول شوي

د خپل زړه نه چې د زړه مې خبر وغوښت

حمزه روح دې پهلوان و له ازله

چې د خدای نه دې الفت د حيدر وغوښت