...

امیر حمزہ شینواری

راز د درد او محبت مې حجر پرانست

داغ شو ژبه د افشا چې مې سر پرانست

چې ستا خيال مې د زړه غوټې نه ارزي

تصور دې زما ور د بصر پرانست

په درون والي رسيده شي ومنزل ته

نېک فطرت مخکې سامان د سفر پرانست

کړه هوا د ازادۍ مې قفس هېره

مهر نه دی که صياد مې وزر پرانست

سترګو ونه کړو ديدن په سوم د ستنې

د جلوې لاس مې دې تار د نظر پرانست

د خرد بخۍ وحشت ته ټينګې نه دي

خياط هم ځکه ګرېوان په ټټر پرانست

حمزه ډک يې دی ول ول وربل له رازه

بې له عشقه وايه چا په هنر پرانست